سیاستخبرونهTOPټولنه

د رییس الوزرا مرستیال: اسلامي امارت اهل ته د کار سپارلو اصل ته ژمن دی

کابل، د چنګاښ ۲۳ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د کار او ټولنیزو چارو له سرپرست وزیر ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي عبدالغیاث قانع وویل، ټوله هڅه یې دا ده چې ځوانانو او مسلکي کادرونو ته د کار زمينه برابره کړي. په خبره یې، اوس هم ډېر ځوانان په دولتي او غير دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي او دا لړۍ جريان لري.
ښاغلي قانع د چارو د لا ښه والي په موخه د حکومت له رهبرۍ څخه ياد وزارت ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر وویل چې اسلامي امارت اهل ته د کار سپارلو اصل ته ژمن دی او ټول افغانان حق لري چې له حکومت څخه بهر او د حکومت په چوکاټ کې اسلامي نظام او هېواد ته خدمت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته