سیاستخبرونهټولنهTOP

د رییس الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل

کابل/ د سلواغې ۱۹ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن مازیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز د ځانګړې استازې مرستیال ډاکټر رامیزالاکبروف او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په وروستیو څو میاشتو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ او همکارۍ قدرداني وکړه او په دغې برخه کې یې پر لازیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.
نوموړې په افغانستان کې د امنیت پر ټینګښت خوښي وښوده او د افغانستان اقتصادي کنفرانس یې هیله بښونکی وباله.
هغې همدا راز په دغو وروستیو کې په افغانستان کې د یو شمېر مېرمنو د ورکېدو په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړه.
په همدې حال کې رامیز الاکبروف په وروستیو څو میاشتو کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ترڅنګ ۹ میلیونه کسانو ته د خوراکي توکو د وېش او اتو میلیونو تنو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي زیاته کړه چې د ۲۵۰۰ روغتونونو د روغتیایي کارکوونکو معاشونه ورکوي او همدا راز توانېدلي چې تر دې مهاله ۳۱۲ میلیونه نغد ډالر افغانستان ته راولېږدوي؛ خو دغه مرستې بسنه نه کوي او باید لازیات کار ترسره شي.
په ورته وخت کې د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له بشردوستانه مرستو مننه وکړه او ویې ویل: د لرې پرتو ولسوالیو او سیمو اړتیاوو ته په کتو باید دغو ولسوالیو او سیمو ته لازیاته رسېدګي وشي.
د رییس الوزرا اداري مرستیال د دې په بیانولو سره چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی وویل: هغه نابشپړې شوې پروژې چې له بېلابېلو سازمانونو سره یې قراردادونه شوي باید بشپړې شي، چې هم خلک ترې ګټه پورته کړي او هم د قراردادیانو حقوق چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ورکول شي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت پالیسي واضح ده او هېڅوک د صحرایي محکمې اجازه نه لري او هېڅ فرد ته د تخلف او سرغړونې اجازه نه ورکول کېږي.
ښاغلي حنفي هم د خپلو خبرو په پای کې د اسلامي امارت ارګانونو او ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ چې د فساد او بې نظمۍ مخنیوی وشي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته