TOPټولنه

د رییس الوزرا مرستیال د شينوارو له قومي مشر سره وکتل

کابل / د لړم ۱۲ مه / باختر
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د شینوارو له مخور قومي مشر ملک اسد الله سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل او له اسلامي امارته یې بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې قومي مشرملک اسدالله مرستیال ته ته د وقار او درنښت پګړۍ ور په سر کړه، د اسلامي امارت پر حاکميت يې خوښي څرګنده کړه او اسلامي امارت يې د مظلوم او کړيدلي ملت لپاره د الله پاک لوی رحمت ياد کړ چې افغانان نور د مفسدينو له تسلط څخه خلاص شول.
هغه د شینوارو شپږو ولسواليو په استازیتوب له اسلامي امارت څخه کلک ملاتړ اعلان کړ او د شینوارو قوم يې هر رنګ قربانی ته حاضر وباله.
په همدې حال کې مولوي عبدالکبير د شينوارو قوم پر قربانيو وغږيد او د دوی د تېرو قربانیو او اوسني ملاتړ ستاينه يې وکړه.
د رییس الوزرا مرستیال اسلامي امارت د ټولو ګډ کور وباله او قومي مشرملک اسدالله ته يې له خلکو سره پر ښو اړيکو ساتلو ټينګار وکړ.
هغه قومي مشر ته د هغو کسانو په اړه ډاډ ورکړ چې په تېر دولت کې یې دنده ترسره کړې او زیاته یې کړه چې په عادي ډول دې ژوند وکړي او د هېڅ ګواښ احساس دې نه کوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته