نوی کال 1400TOP

د رییس الوزرا مرستیال د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره وکتل

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د پاکستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت له سلاکار معید یوسف او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د سوداګرۍ او پانګونې او صنایعو خونو مسولینو هم حضور درلود، دواړو لوریو پر بېلابېلو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه ییزو سترو پروژو د تطبیق په برخو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو پر پراختیا خبرې وکړې.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي او ورونه هېوادونه دي چې تاریخي، دیني او د ورورۍ مناسبات لري، هیله لرم دغه اړیکې تل لپاره د دوستۍ او ورورۍ په فضا کې دوام ولري.
هغه افغان کډوالو ته د بشري مرستو رسولو او د پاکستان له کوربتوب مننه وکړه ویې ویل: موږ د پاکستان په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ نېک او حسنه روابط غواړو چې پکې سوداګریز او ترانزیټي مناسبات ورځ تر بلې پراختیا ومومي.
د ریاست الوزرا مرستیال د سترو سیمه ییزو پروژو په ځانګړي ډول د ټاپې، ټاپ، کاسا زر او اوسپنې پټلۍ پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ ویې ویل: د اسلامي امارت پالیسي واضح ده او هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي، موږ هم په دې اړه د ورته عمل غوښتونکي یوو.
مولوي عبدالسلام حنفي له پاکستانيو سوداګرو او پانګه والو وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ، کانونو او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف وویل: پاکستان د افغانستان د خلکو تر څنګ دی او په دې برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړه: د اقتصادي روابطو له تعمیق پرته سوله او ثبات نه راځي او زموږ لپاره د سوداګریزو او ترانزیټي روابطو پراختیا مهمه ده.
معید یوسف وویل: د پاکستان اسلامي جمهوریت د سترو سیمه ییزو پروژو تطبیق ته په بشپړ ډول ژمن دی او باید د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور پلاوي ایجاد او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغتیا، پوهنې، سوداګرۍ، کانونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.
په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست او همداراز د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په تورخم او سپین بولدګ دروازو کې افغان مسافرو، ناروغانو او سوداګرو ته د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د ښه والي په موخه د لازیاتو اسانتیاوو پر برابرولو هم خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته