سیاستخبرونهTOP

د رییس الوزرا مرستیال: له چین سره د اړیکو پراختیا زموږ لپاره ډېر اهمیت لري

کابل / د وري ۴ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن له غرمې مخکې د چین ولسي جمهوریت له بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې پر سوداګریزو او ترانزیټي مناسباتو او اقتصادي برخو کې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر آخند وویل چې افغانستان او چین تاریخي او دوستانه اړیکې لري او په سختو شرایطو کې د یو بل ترڅنګ ولاړ وو، په همدې اساس د دغو اړیکو ټینګښت او پراختیا زموږ لپاره ډېر اهمیت لري.

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له چین سره د اړیکو د پراختیا هڅه کوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر دې ټینګار چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ هیواد پر ضد استفاده ونشي وویل: موږ د چین ولسي جمهوریت سره رښتینو همکاریو ته ژمن یوو او په افغانستان کې د سولې او امنیت تامین د سیمې د سولې او ثبات په مانا دی.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند دې ته په اشارې چې افغانستان پریمانه کانونه لري، له چین څخه وغوښتل چې د کانونو د استخراج، د انکشافي پروژو تطبیق او د لوګر د مس عینک پروژې کار پیل کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ځنغوزو او زعفرانو په ګډون د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر پراختیا ټینګار وکړ او په لویه پروژه (یو کمربند ـ یوه لار) کې یې د افغانستان د شاملولو او په هغه هېواد کې یې د افغان محصلینو د درسونو د پیل غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل چې افغانستان او چین لرغونې او تاریخي اړیکې لري او موږ هیله لرو چې د دواړو هېوادونو دوستي دوام او پیاوړې شي.

هغه زیاته کړه، چین د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او موږ د افغانانو خپلواکۍ او باورونو ته د درناوي په سترګه ګورو. چین د اسلامي امارت مثبت اقدامات ستایي او د ټولشموله دولت جوړولو او د افغان ښځو او ماشومانو په ژوند کې مثبت بدلون مهم دی.

د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: هېواد یې له افغانانو سره بېړنۍ مرستې برابرې کړې دي او موږ پر هغو سیمو تمرکز کوو چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

وانګ یي څرګنده کړه، چین له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په برخه کې بریالی دی او تیار دی ترڅو د کانونو د استخراج او د سړکونو او روغتونونو جوړولو په برخو کې همکاري وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې چین ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د وارداتو زیاتوالي په برخه کې به هڅه وکړو او د افغانستان په اقتصادي وده کې د افغان محصلینو رول ته په پام به د چین سفارت په دې برخه کې اقدام وکړي.

نوموړي د دواړو هیوادونو ترمنځ په امنیتي همکاریو ټینګار وکړ ویې ویل: د چین په کوربه توب په نږدې راتلونکې کې د بهرنیو چارو وزیرانو یوه غونډه جوړېږي او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته یې هم د ګډون بلنه ورکړې.

په دې کتنه کې د سوداګرۍ او صنعت او د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیرانو او د یو شمېر وزارتونو مرستیالانو هم خبرې وکړې او په چین کې یې د افغانستان د سوداګریزو اتشو د بیا فعالیت، ځینو توکو ته د مارکېټونو پيدا کولو، د ځانګړو سوداګریزو، ترانسپورټي، لوجستیکي او مالي چوکاټونو برابرولو، د صادراتو د معیاري کولو لپاره د چین د معتبرو لابراتوارونو د څانګو پرانیستو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې، د پانګونې د پراختیا هوکړه لیکونو لاسلیکولو، د اقتصادي زونونو جوړولو، له اوبو، باد، ډبرو او لمر څخه په استفادې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې او د صنعت په برخه کې افغان انجنیرانو ته د روزنځایونو جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.

همداراز یادو مسوولینو د مس عینک د استخراج پروژې د بیا کار پیلولو او د هېواد د نورو کانونو د استخراج په برخه کې د چین له ظرفیتونو څخه د استفادې او د جیولوجي سروې او کانونو استخراج په برخه کې د افغان کادرونو روزلو په اړه خپلې غوښتنې د چین له پلاوي سره شریکې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته