سیاست

په کابل کې د ترکېې سفير دميدان وردګو ولايت ته سفر وکړ.

کابل – باختر دمرغومې څلورمه :
په کابل کې دترکېې سفير اوپه ترکېه کې دافغانستان داسلامى جمهوريت سفير پرون دميدان وردګو ولايت ته سفر وکړ.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې دميدان وردګو ولايت له دفتر څخه باختر آژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي. په هغې کتنه کې چې دميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي دترکېې له سفير سره وکړه ،په کابل کې دترکېې سفير له ٢٠١٤ کال وروسته دميدان وردګو له والي سره دهر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه راز په کابل کې دترکېې سفير بساطه اوتزترک او په ترکېه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت سفير امان الله جيهون په داسې حال کې چې دميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياني ،امنيه قوماندان سردار محمد ځاځى او يو شمير ترکې ديپلوماتانو هم حاضر وو. د روان کال دليندى د مياشتې د دريمې نيټې دترورستي پيښې په باب خپګان او غم شريکې څرګنده کړه.
دغه راز دميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياني دترکېې جمهوريت دبيارغونې له ټيم څخه دقدرداني په ترڅ کې ،دترکېې له سفير څخه وغوښتل چې له ٢٠١٤ کال وروسته هم دميدان وردګو ولايت له خلکو سره همکارى وکړي.
دغه راز په ترکېه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت سفير امان الله جيهون دافغان او ترکېې ترمنځ د دوستي په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې ترکېې تراوسه پورې دميدان وردګو په ولايت کې يوسلو څلور شپيته ټولګټي پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته يې سپارلي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته