خبرونهامنیت

د زابل د پرونى ځانمرګي بريد د قربانيانوشمېر شپږو تنو ته زيات شو

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
په زابل کې له ځانمرګي بريد يوه ورځ وروسته د دغه بريد د قربانيانوشمېر شپږو تنو ته زيات شو.
يوځانمرګي يرغلګر خپل بمي موټر پرون سهارپه قلات ښارکې د زابل د ولايتي شورا د رييس عطاجان حق بيان د سپرلۍ د کاروان په وړاندې وچاوه.
په دې پېښه کې د زابل ولايتي شورا رييس ته زيان نه دى اوښتى.
د زابل يو روغتيايي مسوول نن باختراژانس ته وويل چې د دغه ځانمرګي بريد درې تنه ټپيان د ټپونو د ژورتيا له امله تېره شپه مړه شول.
په دې پېښه کې شپږ تنه ووژل شول او څه ناڅه شپږ ويشت تنه نورټپيان شول.
دغه روغتيايي مسوول د دغې پېښې د نورو شپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
ښځې اوماشومان هم په قربانيانو او ټپيانوکې شامل دي.
د دغه بريد مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دى اخستى. خوامنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغه بريد مسوول بولي.
دا څلورم ځل دى چې د زابل د ولايتي شورا رييس عطاجان حق بيان له ناوړو بريدونو خخه روغ رمټ پاتې کېږي. ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته