خبرونهټولنهروغتیا

د زابل له مرکزي محبس څخه ١٢٧ په نشه یي توکو اخته کسان له درملنې وروسته رخصت شول

 کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

د زابل له مرکزي محبس څخه ١٢٧ په نشه یي توکو اخته کسان له پنځه میاشتنۍ درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

یو تن شفیق الله چې په نشه يي توکو روږدی و، وايي، خوښ دی چې له روږدیتوب خلاص شو. هغه له ټولو ځوانانو غواړي چې له نشه يي توکو ځان وساتي. په خبره یې، په نشه يي توکو روږدې کېدل په تدریجي ډول ځان وژنه ده. هغه وايي، چې بیا به هیڅکله هم نشه یی توکو ته مخه نه کړي او خپل نوی ژوند به پیل کړي.

یو بل تن راز محمد وایي، د نشه یي توکو د استعمال له امله ور څخه کور او ماشومان ټول پاتي وو. هغه له ټولو روږدو څخه غوښتنه کوي چې د نشه یي توکو له استعمال څخه لاسه واخلي، ځکه ټول ژوند یې له منځه ځي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر فیض محمد فیضاني باختر اژانس ته وویل، چې دغه کسان د زابل د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي چې له پنځه میاشتنۍ درملنې وروسته بېرته روغ رمټ خپلو کورنیو ته ستانه شول.

دا  په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت په راتګ سره د نشه یې توکو کارونکي او پلورنکي نیول شوي چې له امله یې اوس د نشه یي توکو د پېر، پلور او کارونې کچه صفر ته را ټیټه شوې ده.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته