ټولنه

د زابل ولايت يوشمېرخلکو دملي پيوستون دپروګرام له اسانتياووڅخه برخمن شول

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٤ :
په زابل ولايت کې پرون د ملي پيوستون د٤٣ ټولګټو پروژو کار بشپړ او د دغه ولايت يوشمېرخلکو د هغو له اسانتياووڅخه ګټه واخيسته.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ : 
د دغو پروژو کار  د قلات، شينکي ، جلدک او شاجوى په ولسواليوکې دشلو مليونو افغانيو په لګښت بشپړ او د خلکو استفادې ته سپارلې شوې دي.
په دغو پروژوکې د اوبولګولو د کانال ترميمول، دکاريزپاکول او په سړکونوکريړ   اچول شامل دي چې د هغو له اسانتياووڅخه څه د پاسه اووه زره کورنۍ ګټه اخلي.
د دغو پروژو د کار په بهيرکې١٦٦٥تنو فني اوغيرفني کارګرانو دلنډمهاله کار زمينه برابره شوې ده .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د ساتنې او څارنې  او کارموندنې پروژه د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې په زابل ولايت کې٢٦٠ کلي ترپوښښ لاندې نيولي او تراوسه پورې  په بېلابېلو برخو کې د ٧٥ پروژو  کار بشپړ کړى دى.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته