امنیت

په هلمند کې د وسله والو طالبان پر پټنځي برېدونه وشول

لښکرګاه/مرغومې۱/باختر
د هلمند د مارجې ولسوالۍ په نهم بلاک کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان سحر پر پټنځي برېدونه شوي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادرزي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې هوايي ځواکونو د مارجې ولسوالۍ په نهم بلاک کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان پر پټنځي برېدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په برېدونو کې سحر ټپي شوی او اته نور ملګري یې وژل شوي دي.
ویل کېږي د تېرې ورځې په برېدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته