خبرونهامنیت

د زابل يو پوځي مقام د ماين په چاودنه کې شهيد شو

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
د زابل لويې لارې د کنډک درستيزوال اسلم خپلواک تېره شپه چې خپل کور ته روان و د ده د سپرلۍ پر موټر د ماين چاودنه وشوه.
د زابل يو امنيتي خبرځاى له باختر آژانس سره په اړيکه کې د اسلم خپلواک وژل کېدل تاييد کړل.
خپلواک په زابل کې له ډار اچوونکو ډلو سره د سختې مبارزې په خاطر مشهور و.
تراوسه د دغه پوځي افسر د ترور مسووليت چا نه دى منلى، خو امنيتي خبرځايونه يې وسله وال طالبان عاملين بولي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته