کابل ، د غوايي ۷ مه ، باختر
یاد تجهیزات د WHO، (UNICEF) موسسو په مالي ملاتړ او د عامي روغتیا ریاست په همکارۍ د زابل پر روغتیايي مرکزونو ووېشل شول.
د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وویل، چې په دې سره به د ډیرو روغتیايي مرکزونو د وسایلو او امکاناتو د کمښت ستونزه حل شي؛ خو له یادو موسسو څخه یې د لا ډېرې همکارۍ هیله وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د هېواد په زیات شمېر سیمو کې له روغتیايي مرکزونو سره د همکارو بنسټونو مرستې بندې شوې؛ خو د عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به د ټولو روغتیايي مرکزونو ستونزې اوارې شي.
ن/ر