خبرونهټولنه

د زابل په شملزو کې د ګمرک لپاره ځمکه ځانګړې شوه

 کابل، چنګاښ ۱۵مه، باختر

په زابل کې د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو د شملزو ګمرک د کمیسارۍ جوړولو په موخه ځمکه ځانګړې کړه، چې د زابل ولایت مقام استازي، د کورنیو چارو، کرنې او مالدارۍ وزارتونو استازو هم شتون درلود.

د اسلامي امارت رهبرۍ لخوا د مالیې وزارت، ایسا ادارې، کورنیو چارو، سوداګرۍ او صنعت او بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په زابل کې د شملزو ګمرک د کمیسارۍ د جوړولو په موخه لومړنۍ چارې ترسره کړې.

د دغې کمیسارۍ د جوړولو په موخه ۲۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د شملزو ګمرک د زابل ولایت د پراختیا او پرمختګ برخه کې مهم رول لوبولی شي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته