امنیت

د زابل په مرکز قلات کې د پولیسو او طالبانو په نښته کې ۳ طالبان ووژل شول

قلات/ د وري ۱۲ مه/ باختر
وسله والو طالبانو د زابل د مرکز قلات په حاجي اصغر کلي کې د پولیسو پر پوستې برید کړی چې په پایله کې یې ۳ طالبان وژل شوي دي.
د زابل امنیه قومندان محمد ویس صمیمي وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د حاجي اصغر په کلي کې د پولیسو پر پوستې برید کړی چې جګړې نیم ساعت دوام کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې درې طالبان وژل شوي او شپږ نور یې ټپيان شوي، د سرچینې په وینا په نښته کې ۴ پولیسان هم ټپیان شوي دي؛ خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
په ورته وخت کې ځايي سرچینې وايي چې په جګړه کې یو سرتېری شهید شوی، څلور ټپيان شوي او يو ټانګ هم سوځول شوی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته