ټولنه

د زرغون کمربند پروژې کار بيا پيل شو

کابل / د وږی ۱۶مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیالانو او د زرغون کمربند پروژې پلاوي د دغه کمربند کاري سيمې ولیدلې.
باختر آژانس ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې لیدنه کې د کرنې وزارت مرستیالانو د يادې پروژې د کاري بهیر پر چټکتیا ټينګار وکړ او د سمسورتيا لپاره یې د پروژې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د زرغون کمربند د اوبولګولو سيسټم د بيا رغونې او خړوبولو لپاره دې یوشمېر کارکوونکي وګوماري چې د وچېدو مخه یې ونيول شي.
له څه د پاسه یوې نیمې میاشتې راپدېخوا د زرغون کمربند پروژې سيمې نه دې خړوبې شوي او نږدې ۳۰سلنه ونې او نيالګي يې وچې شوې دي، خو د کار په بیا پیل سره یې نږدې ۶۰سلنه سيمې خړوبې شوې دي.
د زرغون کمربند پروژه چې د کرنې وزارت له پرمختيايي پروژو څخه ده او موخه یې د کابل ښار د څنډو زرغونتيا ده؛ په مخکېني نظام کې د بودجې د کمښت په دلیل تنقيص شوې وه، خو اوس یې اسلامي امارت کار بیا پیل کړی دی.
ياده پروژه د کرنې وزارت د مرستيالانو له لارښوونې سره سم، د تنګي غارو، ګل‌باغ‌، بیني حصار، بادام‌باغ، قصبه او د کابل ښار په يوشمېر نورو سيمو کې پلې کېږي.
وهاج

‏2:23:58

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته