خبرونهاقتصادټولنه

د زرنج له ښار څخه د سوالګرو د راټولولو هرکلی وشو

 کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر

د نیمروز خلکو په زرنج ښارکې د سوالګرو د راټولولو او له هغوی سره د میاشتنۍ نغدې مرستې په خاطر د افغانستان د اسلامي امارت د مسوولینو د وروستي اقدام له امله خوښي څرګنده کړه.

د نیمرزو د عالمانو د ولایتي شورا غړی او د مرکزي جامع جومات خطیب مولوي بشیراحمد خطیبي باختر آژانس ته وویل، د شریعت او اسلامي قانون له مخې له خلکو زکات او صدقات راټول کړای شي او د یو منظم پروګرام له مخې په دغو سوالګرو ووېشل شي.

خطیبي زیاته کړه ، هغه پروګرام چې په دې وروستیو وختو کې له زرنج ښار څخه د سوالګرو د راټولولو او له هغوی سره د میاشتني نغدې مرستې لپاره د افغانستان اسلامي امارت یو پرورګرام  ترلاس لاندې نیولی دی.

د نیمروز پوهنتون استاد محمد حسن مختار له ښار څخه د سوالګرو د راټولولو په اړوند د افغانستان د اسلامي امارت له وروستي اقدام څخه د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل، د نغدو پیسو وېشل کولای شي د لږ وخت لپاره د سوالګرو ستونزې حل کړي.

خو د افغانستان اسلامي امارت د سوالګرو ستونزو د حل لپاره هغوی ته د کار زمینه هم برابروي.

په همدې حال کې د نغدي مرستو د وېشلو په برخه کې د ولایت مقام استازي محمد جمعه طیب وویل، ۲۷۵ سروې شويو سوالګرو ته په میاشت کې هرسوالګر ته ۵۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته