امنیت

د ساغر ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونوقوماندان ووژل شو

کابل /د وري ٣٠مه /باختر
د غور د ساغر ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو قوماندان تېره شپه د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
د غورد پوليسو وياند امير داد پارسا باختر اژانس ته وويل چې د غور د ساغرولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو قوماندان سيد عبدالقيوم په داسې حال کې چې د تيورى ولسوالۍ ته روان و، د هغه د سپرلۍ موټر په ماين وخوت چې د چاودنې له امله شهيد شو.
هغه وويل په دې چاودنه کې درې تنه نور ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې ؛ د دولتيار ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکودوه تنه ځواکونه نن سهار د دښمن په بريد کې ووژل شول.
د غور د پوليسو وياند وويل په دې جګړه کې طالبانوته هم د سرزيان اوښټى دى خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته