ټولنه

د سالنګونو لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده

کابل /د سلواغې ۲مه /باختر
د سالنګونو د لویې لارې مسوولین وایي چې دغه لویه لاره له تېرې شپې را پدېخوا د ترافیکو پر مخ تړلې ده
د باخترآژانس د خبرله مخې، د سالنګونو د ساتنې او څارنې لوی رییس قاضي عبید نن په یو ټویټ کې لیکلي دی: په جنوبي سالنګ کې د سخت باد او په شمالي سالنګ کې د سختې واورې د اورښت له امله دغه لویه لاره له تېرې شپې را پدیخوا د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه دغه راز له موټر چلوونکو او مسافرو وغوښتل چې د دغې لویې لارې تر پرانستلو پورې دې د سالنګونو په لور سفر ونه کړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته