ټولنه

د سالنګ لويه لاره د ترافيکو پرمخ و تړل شوه

کابل باختر د مرغومي ٢٥ مـــــه

دسالنګو نو لويه لاره نن ما زيګر د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده اوس د وا وري د اورښت ترڅنګ سخت توپان هم په دغه لويه لاره کې دچليدو په حال کى دى او ويل کيږي چې ددغى لو يې لاري په ځينو ساحو کى  د وا ورې ا ندا زه يو سلو شل سا نتې مترو ته رسيد لى ده

 د مسوولينو دڅرګند ونو له مخې دغه توپان چلونکو ته د ليدو سا حه محدوده کړې ده او دوى ددې لپاره چې د احتمالى ترا فيکي پيښو مخه نيو لى وې ، دغه لويه لاره يې د ترافيکو پرمخ تړ لى ده .

 د پروان وا لي عبدالبصير سالنګي د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل سخت باد او توپان ددى سبب شوى دى چې چلوونکى ونه شي کولاى خپل پنځه متري واټن وويني له دي ا مله دوي ددغه توپان ترکمښت پوري لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړ لى ده

دپروان د والي دڅرګند ونو له مخې له سخت باد او توپان سر ه سره دسالنګو نو دلويې لاري خد ما تي کارکوونکې له عمو مي واټ څخه د وا وري او کنګل په لري کولو بوخت دى چې له پرا نيستلو وروسته په دى لويه لاره کې د ترافيکو بهير عا دى شي

 دسالنګو نو لويه لاره د افغا نستان يوه ډيره ستره مواصلا تي لاره ګڼل کيږي

دغه لويه لاره شمالى ولايتو نه له پايتخت سره نښلوى اود سړو په موسم کى تل پکي سخت بادونه اوتوپا نو نه چليږي اود وا ورې سخت اورښتو نه کيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته