خبرونهټولنه

 د سالنګ لويه لاره پرانستې ده

کابل /د وري  ٢٤مه /باختر

په داسې حال کې چې په سالنګونوکې د واورې  د اورښت  اټکل کېږي، دغه لويه لاره د تګ راتګ پرمخ پرانيسته ده .

همدا اوس د سالنګونو په دواړو خواوکې اسمان برک دى او د مسافروړونکو وسايطو د تګ راتگ بهير عادي دى .

مسوولين وايي  چې باروړونکي موټرونه  يواځې له جنوب څخه کولاى شي شمال ته لاړ شي،  په سالنګونو کې د کتنې ساحه  يو کيلومتره دى او د باد ګدنديتوب هم په ثانيه کې يومتر اټکل شوى دى.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست  د خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه لويه لاره کې د واورې د اورښت خبر ورکړى دى .

دغه رياست له موټر چلوونکو غوښتي دي چې د سالنګونو په لويه لاره کې د تګ راتګ په وخت کې امنيتي ټکي  په پام کې ونيسي اوخپل وسايط په ژمنيو وسايلوسمبال کړي.

ختم-ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته