سیاست

د ستونزو حل رښتینې هڅې غواړي

کابل / د لیندۍ ۸ مه / باختر
اوس تر ټولو مهمه موضوع، چې موږ باید لومړیتوب ورکړو، په هېواد کې د سولې بسیا کېدل دي. دې اوږدې او خورا پېچلې جګړې ته پای ورکول کوم ساده او آسانه کار نه دی؛ بلکې ډېرو او هر اړخیزو هڅو ته اړتیا لري.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
داسې ویل کېږي چې د سولې خبرو لپاره د پيل شویو هڅو ترڅنګ، یو شمېر کړۍ کوښښ کوي چې یو ډول احتمالي سناریو ته د تیاري تر شعار لاندې ځانونه جګړې ته چمتو کړي. پر بلې وینا؛ د سولې له هڅو سره جوخت د جګړې هڅې هم روانې دي. دا دواړه بهیرونه سره متضاد دي او یو له بل سره اړخ نه لګوي. یا به سوله کوو او یا به جګړه. که سوله کوو؛ نو بیا جګړې ته د تیاري هڅې کوم مفهوم نه لري او که جګړه کوو؛ نو بیا د سولې کوښښونه بې مفهومه کېږي.
لکه پورته چې وویل شول؛ اوس موږ په داسې پړاو کې یوو چې باید ټول پام د سولې هڅو او کوښښونو ته واړوو. موږ باید دا واقعیت ومنو چې جګړه د افغانستان د ستونزو د حل لاره نه ده. که جګړې زموږ ستونزې حل کولای شوای؛ نو نن به موږ یوه ستونزه هم نه درلودای. جګړه نه یوازې دا چې ستونزې حل کولای نه شي، برعکس ستونزې لاپسې ډېروي، لایې پېچلي کوي او حل یې لا ځنډنی کوي. اوس د سولې لپاره یو زرین تاریخي فرصت برابر شوی دی. نړیواله ټولنه د سولې ملاتړ کوي، سیمه ییزه اجماع هم د سولې په ګټه ده او همدارنګه دننه په افغانستان کې عامه ذهنیت د سولې غوښتونکی دی. له دغه تاریخي فرصته باید ګټه واخیستل شي.
موږ د سولې او جګړې په اړه روښانه دریځ ته اړتیا لرو، داسې دریځ ته چې هغه د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره اړخ ولګوي. موږ باید د نظام د پیاوړي کولو موخه وپالو، پر سیستم کار وکړو، ملي امنیتي ځواکونه لکه ملي اردو او پولیس پیاوړي کړو، د نظام نور بنسټونه پياوړي کړو. ځکه د سولې بهیر د نظام د پیاوړیو بنسټونو په شتون کې بري ته رسېدای شي. د نظام په خوا کې په یو او بل نوم د کوم بنسټ جوړول او یا د پېښو د ناسم پرمختګ په پلمه جګړې ته د تیاري تر نامه لاندې یو او بل ډ‌ول حرکت، کله هم ښې او مثبتې پایلې نه شي رامنځ ته کولای. موږ که هر کار کوو، باید د نظام په اډانه کې یې وکړو. له نظامه بهر هر کار، هر اقدام او هر نوښت د جګړې پر اور د تېلو شیندل دي. موږ باید د تېرو څلورو لسیزو تجربه په هر اړخیزه او ژوره توګه مطالعه کړو. که د نظام د ساتلو موضوع مطرح وي، نو د نظام دننه بنسټونه یې ساتلی شي او که موږ غواړو دا ساتنه ډاډمنه کړو، نو باید دا بنسټونه غښتلي او پیاوړي کړو. له دې پرته موږ ښایي په لوی لاس نظام ته ګواښ پېښ کړو.
اوس تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ خپل ټول ځواک د سولې هڅو او کوښښونو ته ځانګړی کړو. د ژنیو کنفرانس په بري سره پای ته ورسېد. نړیوالو د ۲۰۲۱ کال لپاره ۳،۳ میلیارده ډالره مرسته وکړه. یوازې د سراسري سولې په فضا کې افغانان کولای شي له دغو مرستو سمه او پرځای ګټه واخلي. د نظام بقا او پایښت، له نړیوالو مرستو سمه او اغېزمنه ګټه اخیستل او له اوسني کړکېچه د هېواد ایستل د دې غوښتنه کوي چې موږ باید ژر تر ژره جګړې ته پای ورکړو او باعزته سراسري سوله بسیا کړو.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته