خبرونهورزش

د سرخ پوشانو ټیم د هرات د غوره لیګ اتل شو

هرات / دلړم ۲۴ /باختر
د سرخ پوشانو ټیم صرافانو ټیم ته ماته ورکړه او د هرات د فوټبال د غوره لیګ اتل شو.
د دغو سیالیو وروستۍ لوبه په داسی حال کې د هرات په ورزشي لوبغالي کې تر سره شوه چې اورښت وو.
دواړو ټیمونو ښه لوبه وکړه اوپه قانوني وخت کې لوبه برابره پاى ته ورسېده.
په پنالتي ګوزارونو کې د سرخ پوشانو ټیم وکولای شول د صرافانو ټیم ته ماتې ورکړه او د اتلوالۍ جام یی وګاټه .
د باختر اژانس د خبر له مخې، د فوټبال د غوره لیګ د جایزو د ورکولو مراسم د باران د اورښت له امله تر سره نشول .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته