کابل، د غبرګولي١٧مه، باختر
د سره صلیب نړيوالې کميټې د افغانستان اقتصادي حالت د خرابېدو په خاطر اندېښنه څرګنده کړې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د افغانستان خلکو ته د مرستې رسولو په خاطر يو موټي شي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کميټې رييس ايلوي فيليون تېرماښام په يوه ټويټ کې ليکلي په افغانستان کې د اقتصادي بحران په زياتېدو او ژورتيا سره په دغه هېواد کې په ميليونونو تنه له جدي بېوزلۍ سره مخ دي.
د هغه د څرګندونو له مخې له نړيوال پيوستون پرته د دغه بحران مخه نشي نيول کيداى.
فيليون ليکلي چې د کابل خلک اوس هم د خوړو د ترلاسه کولو لپاره د خپل کورمالونه پلوري او موږ نه شو کولاى له نړيوال پيوستون پرته ددې بحران مخه ونيسو.
دغه اندېښنه هغه وخت مطرح شوه، چې د ملګرو ملتو د سازمان يوه مقام پرون له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ژمي له رارسېدو مخکې دې له افغانستان سره د ژمنه شويو مرستو درې ميليارده ډالره چمتو کړي، هغه دغه راز په افغانستان کې د بې وزلۍ د زياتوالي خبردارى ورکړى دى.
بايد وويل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بيا ټينګښت سره نړيوالې مرستې د ډېرو سياسي دليليونو له امله پر دغه هېواد بندې شوې دي او د امريکا له لوري د افغانستان د شتمنيو په کنګل کېدو سره په دغه هېواد کې اقتصادي بحران نور هم زيات کړى دى.
اسلامي امارت له نړيوالو غوښتي، چې د افغانستان له خلکو سره له سياسي ملاحظاتو پرته مرسته وکړي.
د ملګروملتو سازمان ادعا کړې، چې په افغانستان کې ٢٤ ميليونه تنه سخته لوږه تجربه کوي او د دغه هېواد ۹۵ سلنه خلک د خوړو لپاره کافي خواړه نه لري او ۱۰ ميليونه ماشومان هم سملاسي مرستو ته اړتيالري.
\ ذ