کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر
د سره صليب نړيوالې کميټې پرون په فراه کې پر ٤٤٠ بنديانو د روغتيا ساتنې بستې او د پخلنځي وسایل ووېشل.
د فراه ولايت د امنیې قوماندانۍ د ولایتي محبس آمر مولوي لعل محمد ذاکري د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د سره صليب نړيوالې کميټې د فراه ولايت پر ٤٤٠ بنديانو د روغتیا ساتنې بستې او د پخلنځي وسایل ووېشل.
ذاکري له يادې ادارې څخه په فراه ولايت کې په نورو برخو کې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
ع