سیاستخبرونهنړۍ

د کډوالوعالي کمیشنر: د اوکراین په جګړه کې نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي

کابل/ د کب ٢٥ مه / باختر

د کډوالو چارو عالي کمېشنر وايي چې د اوکراين جګړې بايد افغانستان ته د مرستو رسول ستونرمن نه کړي.هغه ټينګار وکړ چې د اوکراين جګړې له پيل سره نړۍ بايد افغانستان هېر نه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فیلیپو ګرانډي چې کابل ته په څلور ورځني سفر راغلی، وویل چې “په اوکراین کې د جګړې پراخیدو د افغانستان لپاره د مرستو راټولول ستونزمن کړي دي.”

هغه ټینګار وکړ چې پر اوکراین د روسیې برید باید  د دې سبب نه شي چې  نړۍ افغانستان هېر کړي او خبرداری یې ورکړ چې د دې بشري اړتیاوو له پامه غورځول کيداې شي ډېر خطرناک وي.

فیلیپو ګرانډې همدا راز یادونه وکړه چې نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره خپلو اړیکو ته دوام  ورکړي، ځکه افغانستان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. هغه اندېښنه لري چې د نړۍ پام اوس اوکراین ته اوښتی.

فیلیپو ګرانډې ټینګار کوي  چې افغانستان ته باید بشري مرستې  پرته له دې چې د نړۍ نور بحرانونه ورسره سیالي وکړي ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده  چې ملګري ملتونه په دې لټه کې دي چې په روانه میاشت کې په یوه انلاین غونډه کې مرسته کوونکي هېوادونه، د ملګرو ملتونو ادارې او د افغانستان مدني ټولنې سره راټولې کړي،  تر څو خوراکي  توکي، سرپناه  او روغتیايي خدمات راټول کړي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ستونزو تمرکز وکړي.

مرستندویه ادارې وايي چې سږ کال د افغانستان له ۳۸ میلیونو زيات خلک له لوږې سره مخ دي.

ګرانډي وويل، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۲۲ کال لپاره له افغانستان سره د ۳۴۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه یې        یوازې ۱۰۰ میلیونه ډالر راټول کړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغه راز له افغانستان سره د بهرنیو مرستو د دوام غوښتنه کړې، هغه هېواد چې په ملیونونه وګړي یې په  ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان کې د مهاجرو په توګه ژوند کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان خلک د امریکا د غیرعادلانه بندیزونو او په هغه هېواد پورې د تړلو نړیوالو بنسټونو له امله له ستونزو سره مخ دي. همدا رنګه د نړیوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت په رسمیت نه پیژندل د دې لامل شوي چې افغانستان له نړۍ سره نورمالې اړیکې ونه لري،  ستونزه دا ده چې امریکا د اسلامي امارت د رسميت پيژندلو لپاره ډېر شرطونه ایښي دي.  له بده مرغه نور هيوادونه هم د نوي نظام په پيژندلو کې جرأت نه کوي، دا په خپل ذات کې يوه ستونزه ده چې د افغانانو پر ژوند اغيزه کولای شي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت د حکومت لپاره ټول اړین معیارونه پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته