خبرونهټولنه

د سرپل اوسېدونکو له اسلامي امارت خپل ملاتړ څرګند کړ

کابل/ د غوايي٢٨مه/ باختر

د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ په زرګونو اوسیدونکو پرون د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان له اسلامي امارت خپل ملاتړ اعلام کړ.

د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې؛ په هغه غونډه کې چې د سرپل د والي محمد يعقوب عبدالرحمن اکه، جهادي قوماندانانو، د مدني بنسټونو مسوولینو، دیني عالمانو، او مخورو په  ګډون جوړه شوې وه ، د سرپل والي  له اسلامي نظام څخه د ګوسفندي ولسوالۍ د اوسېدونکو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ويل چې  اسلامي امارت د زرګونو شهیدانو په وینو برياليتوب ته رسيدلى او د هیواد د هر فرد دنده ده چې له اسلامي نظام دفاع او ملاتړ وکړي.

په دې غونډه کې د ګوسفندي ولسوالۍ د اوسېدونکو په استازیتوب څو تنو قومي مشرانو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او  د سرپل له والي سره يې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو یو لړ ستونزې شريکې کړې.

د سرپل والي ژمنه وکړه چې د سرپل د اوسېدونکو ستونزو ته به رسیدګي وشي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته