خبرونهامنیت

د سرپل بلخاب ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو او بغاوت کوونکو له شتون څخه پاکه شوه

 کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر

د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د باغیانو له شتون څخه پاکه شوه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې، د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه په داسې حال کې چې د الفتح قول اردو د څلورمې لوا قوماندان مفتي محمد مقتصد او د دغه ولایت د استخباراتو رئیس مفتي فضل هادي فاروق ورسره و د امنیتي پوستو د کتنې په وخت کې وویل، یو شمېر باغیان او وسله وال مخالفین چې د دغې ولسوالۍ د خلکو د ځورونې سبب کېدل د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا وځپل شول.

د سرپل والي د بلخاب ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې د سولې او امنیت په فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړي او د افغانستان اسلامي امارت ځواکونه د خلکو د سر، مال او ناموس ساتنه کوي.

په همدې حال کې د بلخاب ولسوالۍ یو دیني عالم سید هاشم جوادي بلخابي هغه نا امنۍ چې د یو شمېر باغیانو له خوا په دغه ولسوالۍ کې رامنځته شوې وې د اسلامي امارت د مسوولینو په هڅو او تدبیر سره حل شوې او خلک خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته