ټولنه

د سرپل د بشري مرستو د همغږۍ دفتر غونډه وکړه

کابل/ د سلواغې ١٩ / باختر:
د سرپل ولايت له مشرتابه هيئت سره د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر غونډه پرون په دغه ولايت کې جوړه شوه.
د سرپل د والي مرستيال داملا محمدنادر حقجو په دغه ولايت کې د مرستندويو موسسو او بنسټونو له هميشنيو همکاريو مننه وکړه او د خيريه بنسټونو د مرستو د زياتوالي غوښتنه يې وکړه.
د سرپل د والي مرستيال د مرستندويو موسسو له کارکوونکو او مسوولينو سره ژمنه وکړه چې د مرستندويو موسسو د امنيت د تامينولو په لاره کې له هيڅ راز همکارۍ ډډه نه کوي.
په شمال زون کې د مرستندويو بنسټونو دهمغږۍ کولو مسوول ډاکتر محمدياسين همت
په خپلو خبرو کې د دغو موسسو د کارونو په اړوند معلومات ورکړل.
دغه راز د مرستندويو موسسو رييسانو او مسوولينوخپلې کاري ستونزي او چلنجونه طرحه کړل چې د مسوولينو له لورې ځوابونه ورکړل شول.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته