خبرونهاقتصاد

د سرپل د عدلې ریاست په تېرو ۸ میاشتو کې یو میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي

 کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر

د سرپل د عدلې رئیس وايي چې په تېرو ۸ میاشتو کې یې یو میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د سرپل د عدلیې رییس مفتي کمال الدین فاضل د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د اسلامي امارت له بریا وروسته د دغه ولایت د عدلیې ریاست د عرایضو د حق الثبت، د معاملو د لارښونې دفتر او د عریضه لیکوونکو له درکه یې یو میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي.

هغه زیاته کړه: د عدلیې ریاست د کارکوونکو د معلوماتو له مخې په پخواني حکومت کې د دغې ادارې عواید له ۱۰۰ زرو افغانیو څخه تر ۳۰۰ زرو افغانیو پورې نه زیاتېدل.

د هغه د څرګندونو له مخې، په پخواني حکومت کې د فساد له امله د دغې ادارې عواید د دې پرځای چې په بانک کې تحویل شي شخصي جیبونو ته تلې او اوس کارکوونکي په صداقت سره دغه عواید د افغانستان بانک ته تحویلوي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته