سیاستخبرونهټولنه

د سرپل د مرافع محکمې رییس: په دغه ولایت کې د محکمو او مراجعینو ترمنځ واټن له منځه تللی دی

کابل، د چنګاښ ۲۹ مه، باختر

د سرپل د مرافعه محکمې رییس وايي چې د خلکو او محکمو ترمنځ واټن یې له منځه وړی او د تورنو کسانو نسبتي دوسيې په شفاف او له بډې او واسطې پرته څېړل کېږي.

په همدې حال کې د محکمو مراجعین هم وايي چې په محکمو کې بډې او واسطې نشته خو د نویو قاضیانو د راتګ له امله د دوی د دوسیو د پړاونو بشپړول زیات وخت نیسي.

د سرپل د مرافعه محکمې رییس مولوي یارمحمد عمري د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د محکمو او خلکو ترمنځ د واټن د لرې کولو لپاره یې هلې ځلې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې په پخواني حکومت کې زیاتره پرېکړې د بډې او واسطې له مخې کېدې خو اوس قاضیان عالمان دي چې په خپلو کارونوکې د بې عدالتۍ د له منځه وړولو په خاطرکلونه مبارزه کړې او د قضا کار په سم ډول پرمخ وړي.

د هغه د څرګندونوله مخې، په تېرو لسو میاشتو کې د ښځو د وراثت حق د دوسیو په ګډون څه د پاسه ۲ زره دوسیې څېړل شوې دي.

هغه وویل، یو شمېردوسیې چې د پړاونو بشپړول یې زیات وخت نیولی له پخواني حکومت څخه پاتي دي چې د امیرالمومنین د فرمان له مخې هغه دوسیې چې په هره محکمه کې پاتې وې کار یې له هماغې محکمې څخه پیل شي.

عمري وویل، اوس نوې دوسیې او د پخواني حکومت پاتې دوسیې څېړل کېږي چې د ځینو دوسیو کاري بهیراوږدوي.

د سرپل د مرافعه محکمې یو تن مراجعه کوونکي عبدالبصیر باخترآژانس ته وویل چې د سرپل په محکمو کې مو د بډې اخیستل او واسطې نه دي لیدلي او د محکمو له کارڅخه خوشحاله دي خو د نويو قاضیانو په ګومارلو سره د دوی کار زیات وخت نیسي او که چېرې دوسیې په چتکۍ سره وڅېړل شي دا به ډېر ښه کاروي.

د مرافعه محکمې  یو بل مراجعه کوونکی خیرمحمد د فساد او واسطې د نشتوالي په خاطر خوشحاله دی او د دوسیو د څېړنې د ګړنديتوب غوښتنه کوي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته