خبرونهښوونه او روزنه

د سرپل د پوهنې رياست اداري ودانۍ پرانیستل شوه

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
د سرپل د پوهنې رياست اداري ودانۍ نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ دغه ودانۍ د هندوستان په مرسته د څه دپاسه يو میليونو افغانيو په لګښت په درېيو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده چې ۳۶ خونې او نور ضروري ملحقات لري.
د سرپل والي عبدالقادر آشنا د دغې ودانۍ د پرانیستلو په غوڼډه کې وويل: پوهنه د يو هېواد د ملا تېر دى او له دې وروسته د پوهنې کارکوونکى به د ځاى له نشتوالې سره مخ نه شي او مشتريانو ته يې د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.
هغه دغه راز د هندوستان د همېشنيو همکاريو مننه وکړه.
ختم- ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته