خبرونهټولنه

د سرپل په سانچارک کې ۶ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د چنګاښ١٩مه، باختر

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د ۶ کیلومتره سړک د بیارغونې او کرېړ اچولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سرپل د سانچارک ولسوال داملا صبغت الله روحاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له خواجه سرخ کلي څخه تر تِبر بازار پورې د سړک د بيارغونې او کرېړ اچولو کار چې پخوا پيل شوى و، بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د سرپل ولسوال زياته کړه چې دغه سړک د څه ناڅه ٤ ميليونه افغانيو په لګښت د خواجه سرخ، داوتم، لنګر، تِبر او تغايخواجه کليو د اوسېدونکو په مرسته جوړ شوى دى.

د سرچينې په وينا، د دې سړک د بيارغونې په بشپړېدو سره د سیمې اوسېدونکو ته زياتې اسانتياوې رامنځته شوې دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته