کابل/ د وري٢١ مه / باختر
د برېښنا شرکت د سلما بند د درېیم توربین د فعالولو خبر ورکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ برېښنا شرکت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د دغه شرکت تخنیکي ټیم له خپلو هڅو وروسته د سلما بند درېیم توربین بیا فعال کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سلما بند د درېيم توربين په فعالېدو سره د دغه بند برېښنا بېرته عادي حالت ته ګرځېدلې ده.
ویل کېږي چې د سلما بند درې توربینونه تر ۳۰ میګاواټو زیاته برېښنا تولیدوي.
\ ذ