خبرونهامنیت

د سلما بند محافظتي کنډک سمبالېږي

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د سلما بند محافظتي کنډک ځواکونه په مدرنو وسلو او تجهیزاتو سمبالېږي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو هيئت چې د چشت شریف ولسوالۍ ته تللی د سلما بند محافظتي کنډک څخه یې لیدنه وکړه او وېې ویل چې د دغه بند ساتونکي د پخوا په نسبت سمبالېږي.
په دې کنډک کې اسلامي امارت یو زیات شمېرځواکونه د بند ساتنې لپاره موظف شوي دي.
هغه دغه راز وویل چې په دې کنډک کې اداری، روغتیایی، عقیدتي او نورې برخې د دغه ځواکونو لپاره فعالې شوې دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته