خبرونهامنیت

د سمنګانو بردره صوف ولسوالۍ د پوځیانولاس ته ورغله

کابل / د چنګاښ ۲۸ / باختر

پوځیانو د سمنګانو بردره صوف ولسوالۍ له طالبانوڅخه بېرته ونیوله.

د را رسېدلوخبرونوله مخې، وسله والوطالبانو نن سهارله سختوجګړو وروسته د دغې ولسوالۍ له بازارڅخه وتښتېدل.

د سمنګانو د بردره صوف ولسوال سلطان علي سلطاني باخترآژانس ته وویل چې طالبانونن سهار د دغه ولسوالۍ له بازارڅخه په شاوتمبول شول خو، تراوسه بازارته څېرمه جګړه دوام لري.

د بردره صوف ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتوکې سرتیري ، پولیسو او وګړني ځواکونوګډون کړې و.

د بردره صوف ولسوال وویل چې د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولوپه عملیاتوکې د طالبانود ۴ قوماندانانو په ګډون ۱۰ طالبان ووژل شول او ۱۵ نورټپیان شول.

په وژل شویوکسانوکې د بردره صوف ولسوالۍ لپاره د طالبانو جګپوړی قوماندان ، ولسوال او د ولسوال مرستیال ملا امیرشهیدالله هم شامل دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کورنیو چارو وزارت کې مقامات وايي چې په تېرو ۴۸ ساعتوکې په شپږو ولایتونوکې ۱۷ ولسوالۍ له طالبانوڅخه بېرته نیولې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته