خبرونهورزش

د سمنګانو د د لخکي  لېسې په یاد ولایت کې د پیل شویو سیالیو اتلولي خپله کړه

 کابل، د چنګاښ ۱۸ مه، باختر

د واليبال سيالۍ چې د سمنګانو د پوهنې رياست د بدني روزنې او ورزش رياست له خوا له نظام څخه د ملاتړ او د یوبل منلو تر نامه لاندې ترسره شوې وې د دلخکي  لېسې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ د دغو سياليو په پاى کې  د تنوير الافکار دارالعلوم او دلخکي لېسې د واليبال ټیمونو له یوبل سره لوبې وکړې چې دغه لوبه د دوو په وړاندې په دریو سره  د دلخکي لیسې په بریا پای ته ورسېده.

د سمنګانو د پوهنې رياست د ورزش امر محمد وزير حقيار د څرګندونو له مخې، په دې سياليو کې ١٢ لوبډلو ګډون کړی و، چې ٩ لوبډلې د ايبک له مرکز او درې نورې لوبډلې د خرم، سارباغ، روى دواب او فيروزنخچير ولسواليو څخه ګډون کړی و چې تریوې میاشتې پورې یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ د ورزش وده او د سولې او پیوستون رامنځته کول دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته