ټولنه

د سمنګانو د لوړو زده کړو موسسې د څښاک اوبو د يوې شبکې د جوړولو کار پيل شو

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر د سمنګانو د لوړو زده کړو موسسې د څښاک اوبو د يوې شبکې د غځولو عملي کار نن پيل شو. د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ دغه شبکه د څښاک اوبو له پلوه د محصلانو د ستونزې د لرې کولو په موخه د ١٣ ميليونو افغانيو په لګښت د لوړو زده کړو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه په راتلونکې اتو مياشتو کې جوړېږي. ويل کېږي د سمنګانو د لوړو زده کړو موسسه ١٥ کاله وړاندې جوړه شوې ده او په بېلابېلو پوهنځيو کې يې څه دپاسه درې زره محصلان په زده کړې بوخت دي. ختم/وهاج/ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته