اقتصاد

د سمنګانو د ډبرو سکرو د کانونو دوه میاشنی عواید څه ناڅه یوملیارد افغانیوته رسېږي

کابل/دمرغومي ۲۸مه /باختر
د سمنګانو د کانونو د ډبروسکرو د اېستلو له پلوه یواځې په وروستیو دوو میاشتو کې څه ناڅه یو ملیارد افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
د سمنګانو کوز او بر دره صوف ولسوالۍ په افغانستان کې د ډبرو سکرو مشهور کانونه لري.
د سمنګانو د کانونو ریاست یو مسوول شمس الدین حقبین باخترآژانس ته وویل چې دوی په وروستیو دوو میاشتو کې د ډبروسکرو د اېستلو له پلوه ۹۴۵ميلیونه۲۹۰زره افغانۍ عاید ترلاسه کړی او بانک ته یې تحویل کړي دي.
دغه عواید یواځې د بردره صوف د ډبرو سکرو له کان څخه ترلاسه شوي دي.
دغه شمېر په افغانستان کې د دره صوف د ډبرو سکرو له کان څخه ډیر لوړعواید دى.
د جګړې پای ته رسېدل او په لارو کې د امنیت شتون، په لویو لارو کې د مامورینو له خوا د باج نه اخېستل او د ډبرو سکرو د قاچاقو مخنیوی د سمنګانو د دره صوف د ډبروسکرو دعوایدو زیاتوالی له مهمو دلیلونو څخه بلل شوي دي.
د سمنګانو د کانونو ریاست دغه مسوول وایي، هیله کېږي چې د دره صوف د ډبرو سکرو د کانونو عواید نورهم زیات شي.
اوس سکاره خصوصي شرکتونه استخراجوي خو د هر ټن ډبرو سکرو په بدل کې دولت ته ۲۲۰۰ افغانۍ محصول ورکوي.
د را رسېدلوخبرونو له مخې، په دره صوف کې د ډبرو سکرو د ریاست او د یوشخصي کمپنۍ دوه لوړ توناژ تلې شته چې د استخراج شوي سکرو وزن پکی معلومېږي.
د سمنګانو ولایت د کانونو رییس مولوی عبدالمطلب سېلاب وایی چې د ډبرو سکرو د اېستل او محصول راټولول شفاف دی او ټولې پیسې د دولت خزانې ته تحویلېږي.
د سمنګانو د کانونو ریاست له خوا د وړاندې شویو شمېرنو له مخې، همدا اوس د بر او کوز دره صوف د ولسوالیو په کانونو کې د ډبرو سکرو د اېستلو درې زره تونلونه شته چې په هغه کې څه ناڅه ۱۵زره کارګران د سکرو په اېستلو بوخت دي.
د سمنګانو ولایت د ډبرو سکرو له کانونو څخه ترلاسه شوي سکاره زیاتره د پایتخت په ګډون په کورنیو بازارونو کې پلورل کېږي.
د ډبرو سکرو د لېږدونې موټرچلوونکي محمد رحیم وویل: زما په موټر کې ۴۰ ټنه سکاره بار دي او کابل ته یې وړم پخوا ستونزې ډیرې وې پولیسو پیسې اخیستې، ترافیکو پیسې اخستې، زورواکو هم پیسې اخستې، سوداګرمجبور و چې سکاره په لوړه بیه وپلوري خو اوس په لاره کې هیڅ راز باج اخېستنه نشته.
د دره صوف د ډبرو سکرو کان ۵۵ کاله مخکې د سیمې د خلکو له خوا کشف شو او له هغه وروسته د وخت حکومت فني کارونه د الماني او روسي ماهرانو په همکارۍ پیل شول.
ماهران اټکل کوي چې دغه کانونه ۱۵۰ميلیون ټنه سکاره لري.
د معلوماتو له مخې، د ډبرو سکرو کانونه د کمربند په ډول د هندوکش غرونو په بېلا بېلو طبقو کې موقعیت لري چې له بدخشان څخه پیل تر تخار، بغلان، سمنګانو، بامیان او سرپل پورې غځېدلي دي او د هرات د سبزک له کان سره نښلول شوي دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته