کابل /د لرم ١٦مه /باختر
د سمنګانو سيمه ييزمسوولين وايي، ښځې کولاى شي د حجاب په رعايتولو سره په دغه ولايت کې په بشر دوستانه خيريه سازمانونوکې کار اوفعاليت وکړي.
د سمنګانو ولايت د مطبوعاتومسوول خيرخواه سمنګانى باختراژانس ته وويل: د سمنګانو والي د خيريه موسسو اوسازمانونو له يوشمېر مسوولينوسره په غونډه کې په دغه ولايت کې مرستندويو ښځوته د فعاليت اجازه ورکړه .
هغه وويل: په دې غونډه کې د خيريه سازمانونو يوشمېرمسوولينو په دغه ولايت کې له مستحقو او اړو کسانو د سروې د څرنګوالي په اړه خپلې ستونزې له والي سره شريکې کړې.او په دې خيرکار کې د ښځود مشارکت غوښتنه وکړه اوله هغه څخه يې وغوښتل ښځو ته اجازه ورکړي چې په دغه شان موسسوکې کاروکړي.
دهغه د څرګندونوله مخې؛ والي د دغو خيريه موسسو اوسازمانونو ستونزې واورېدې اوهغوى ته اجازه ورکړه چې ښځې د حجاب په رعايتولو سره په خپلوموسسو کې استخدام کړي.
هغه زياته کړه، د دغه کار پربنسټ ښځې کولاى شي چې د اسلامي حجاب په رعايتولو سره د سروې په برخه کې کار وکړي او له بې وزلو سره مرسته وکړي.
ج-ا