خبرونهاقتصاد

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین: د کندز د سوداګرو ستونزو ته به حل لارې ولټول شي

 کابل، د غبرګولي ۳۱مه، باختر

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین د سوداګرو د ستونزو د ارزونې او حلولو په موخه پرون کندز ته سفر وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین مولوي قدرت الله  جمال د کندز له والي، سوداګرو او پانګه والو سره په کتنه کې وویل، چې د سوداګرو ستونزې، د صنعتي پارک  جوړول او د سوداګرو لپاره د ویزو اخیستلو لپاره هڅې پیل شوې دي.

هغه وويل، په پام کې لري چې ډېر ژر د دولتي صنعتي پارک جوړولو کار پيل کړي.

په دې کتنه کې سوداګرو او د خصوصي سکتور استازو خپلې ستونزې شریکې کړې او د ګمرکي تعرفو په کمولو او د سوداګرۍ د آسانتیاوو په برابرولو یې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د کندز والي ملا نثار احمد نصرت دغه ولایت د سواګرۍ او صنعت لپاره مناسب وباله او په دې برخه کې یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه څخه د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د یو بل خبر له مخې؛ د کندز د صنایعو او سوداګرۍ ریاست اداري ودانۍ پرون د صنعت او سوداګری وزارت معین او د دغه ولایت مشرتابه  ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د دغه ادارې مسوولین وايي، چې دغه ودانۍ د ۱۴ میلیونو افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه جوړه شوې ده.

 

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته