سیاستTOP

د سولې په بهير کې د همکارو هېوادونو له استازو سره خبرې وشوې

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
د افغانستان د سولې په اړه د څو اړخيزې غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان د سولې په بهير کې د همکارو هېوادونو له استازو سره خبرې وشوې.
دغه خبرې به نن او سبا هم دوام وکړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د حکومت د مرکچي پلاوي رييس معصوم ستانکزي پر ښارونو د طالبانو بريدونه د طالبانو د ژمنو او له نړيوالو اصولو سرغړونه وبلله او د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دغه بريدونه د دواړو لورو ترمنځ د بې باورۍ سبب شوي دي.
ستانکزي دغه پوښتنه هم طرحه کړې ده: که چېرې طالبان جدي خبرو ته چمتو دي؛ ولې د ګډ سياسي راتلونکي په اړه خپلې طرحې نه وړاندې کوي؟
د دوحې غونډې دويمه ورځ د ( ترويکا پلس) په نامه نومول شوې ده او د غونډې درېمه ورځ به د افغانستان سولې په اړه د سيمه ييزې غونډې په نامه جوړه شي.
امريکا ، روسيه، چين او پاکستان د ترويکا په ډله کې شامل دي.
د ملي مصالحې عالي شورا وياند فريدون خوزون هم هيله څرګنده کړې ده چې دغه خبرې د هېواد له سولې بهير سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې ده: په درې واړه غونډو کې هلې ځلې کوو چې د افغانانو د سولې پيغام نړيوالې ټولنې ته ورسوو او هيله لرو چې په دغو غونډو کې د خبرو د ګړندي کولو او د جګړې او تاوتريخوالي د پاى ته رسولو په اړه خبرې وشي.
خلک وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرې معکوسې پایلې ورکړې دي. په داسې حال کې چې د دواړو لورو استازي د خبرو د ميز ترشا ناست دي، د طالبانو تاوتريخوالي خپل وروستي پړاو ته رسېدلي دي.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته