ټولنه

د سوېډن کمېټه او افغان – ترک د افغانستان له پوهنې سره خپلې مرستې جاري ساتي

کابل / د وږي ۱۳مه / باختر
د سوېډن کمېټه او د افغان – ترک ښوونځي د افغانستان د پوهنې د پياوړتيا په خاطر د پخوا په شان خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.
د سوېډن کمېټه د افغانستان له پوهنې سره د مالي او تخنيکي مرستو ترڅنګ، د هېواد په يوشمېر سيمو کې ښوونځي لري او له زده کړې د محرومو ماشومانو پر روزنه بوخته ده.
له بله پلوه د افغان – ترک بنسټ هم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې لسګونه ښوونځي لري چې په کې افغان تنکي ځوانان په معياري زده کړه بوخت دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د دغو دوو فرهنګي او مرستندويو بنسټونو مسوولينو په ننګرهار او کابل کې اعلام کړى دى چې په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.
په ننګرهار کې د سوېډن کمېټې او د افغان – ترک بنسټ مسوولينو نن د دغه ولايت د پوهنې له رييس سره په غونډه کې وويل چې د افغانستان د پوهنې د پياوړتيا لپاره د خپلو فعاليتونو د احيا کولو په لټه کې دي.
د ننګرهار د پوهنې رييس قاري محمد ظريف په دې غونډه کې له دغو مرستندويو بنسټونو څخه وغوښتل چې د دغه ولايت د پوهنې رياست د پياوړتيا لپاره دې خپل فعاليتونه دوام ورکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته