سیاست

د سيا رييس : له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل يوستر خطر لري

– کابل/ دوري ٢٦مه /باختر
د سي اي اې يا د امريکا د استخباراتي ادارې ( سيا) رييس ويليم برنز خبر دارى ورکړى دى چې له افغانستان څخه به د امريکايي او د هغه د متحدو ځواکونو وتل يو جدي خطر ولري .
دغه خبرداري څو ساعته مخکې له هغه خپور شو چې د امريکا جمهور رييس له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مهال ويش نيټه چې د مې له لومړى نيټې څخه پيل او د روان ميلادي کال د سپتمبر تر ١١ نيټې پورې به دوام وکړي ، اعلام کړ.
ويليم برنز د امريکا د سنا مجلس د استخباراتو کمېټې ته ويلي دي چې له افغانستان څخه د دغو ځواکونوله وتلو وروسته به د اطلاعاتو په راتولولو او د ګواښونو په وړاندې د اقدام په خاطر د واشنګتن ځواکمني کمښت ومومي.
خو هغه زياته کړه چې امريکا به خپل يوشمېرامکانات او ځواکمنتيا وساتي.
بايد وويل شي چې يوشمېر جمهوريت غوښتونکو سناتورانوهم له افغانستان څخه د امريکا د وتلو په اړوند خبردارى ورکړى دى
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته