ورزش

د سيمرغ البزر د فوټبال انتخاباتي سيالۍ پيل شوې

باختردزمري دمياشتې٧نيټه : 
د بلخ ولايت دفوټبال الف ټيم دسمنګانو ولايت دفوټبال الف ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه د افغانستان د غوره ليګ سياليو لپاره دغوره ورزشکارانو دټاکنې په مقصد دشمال زون د ټيمونو ترمنځ دسيمرغ البزر دفوټبال دسياليو له پيل سره جوخت دشبرغان په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه .
دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې: دغه سيالۍ دبلخ ، سمنګانو ،سرپل، فارياب او د جوزجان دولايتونو د فوټبال ديوولسو ټيمونو ترمنځ  دڅلورو ورځو لپاره پيل شوي دي.
د دغو سياليو دپرانستلوپه مراسمو کې دجوزجان والي لطف الله عزيزي وزرشکاران د سولې پيغام راوړونکي وبلل اوله هغوى څخه يې وغوښتل چې د هېواد دشمال زون په استازيتوب دافغانستان په غوره ليګ سياليو کې ښه وځليږي او د دغو سياليو داتلوالۍ کب ترلاسه کړي.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه دسمنګانو اوبلخ دفوټبال د الف ټيمونو ترمنځ ترسره شوه  چې لوبه د يوې په مقابل کې په دوو سره دبلخ دالف ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته