اقتصاد

د شاتو مچۍ نه یوازې شات تولیدوي بلکې د مېوو پر کیفیت او کمیت هم اغیز کوي

متون/ د وري ۲۶ مه/ باختر
په خوست کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې تازه هڅې یې پیل کړي، چې د شاتو مچیو تولید ډیر کړي، د دوی په خبره د شاتو مچۍ نه یوازې شات تولیدوي بلکې د مېوو پر کیفیت او کمیت هم اغیز لري.
د خوست د کرنې ریاست مرستیال محب الله وايي چې مچۍ د فعالیت په لړ کې نارینه ګرده د نبات ښځینه جوړښت ته رسوي چې د ګل لرونکې ونې د القاح سبب ګرځي چې د ښه القاح شویو ونو مېوه ژر پخېږي او ډېره مېوه کوي.
محب الله زیاتوي: هڅې يې پیل کړي چې بڼوالو او کروندګرو ته د ښوونیز پروګرامونو له لارې عامه پوهاوی ور کړي.
هغه وايي چې په خوست کې یو شمېر بڼوالو ته د کارډیف موسسې په چوکاټ کې د مچیو فارمونه ورکړل شوي چې دا مهال يې لسګونه فارمونه فعالیت کوي.
د محب د څرګندونو له مخې؛ مچۍ د ونو په القاح کې مثبت رول لوبوي، ځکه د ونو په مېوه نیولو کې القاح یو له مهمو لاملونو ګڼل کېږي او د میوې کیفیت او کمیت لپاره ډیری میوې ګرده شیندنې ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه ځینې مېوه لرونکې ونې سلګونه زره ګلان کوي، خو ښایي د نا منظمې ګردې شیندنې له امله ډېره مېوه ونه نیسي؛ خو د شاتو مچۍ په ګرده شیندلو کې مهم رول لوبوي.
د کرنې متخصص ډاکټر نقیب الله مندوزی وايي چې مچۍ نه یوازې شات تولیدوي بلکې د مېوو بڼونو القاح لپاره هم اړینې دي.
نواز شریف د مچیو روزنکی وایي چې دولت باید بڼوالو ته د مچیو ساتنی په اړه پوهاوی ور کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته