کابل /دتلي ٢مه /باختر:
د قندهارد شاه ولي کوټ ولسوالۍ مشرانو اوځوانانو په يوه غوڼډه کې د افغانستان له وسله والو ځواکونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ.
دغه غونډه پرون د سلګونو قومي مشرانو اوځوانانو په ګډون جوړه شوه.
د غونډې برخه والو پوځيان د افغانستان رښتيني اتلان او مجاهدين وبلل او ويې ويل دا پوځيان دي چې د تروريستانو او ورانکارو بانډونوپه وړاندې په سرښندنې سره خپل ټټر نيسي چې موږ ارامه واوسو.
د قندهار د شاه ولي کوټ يو اوسيدونکى مولوي عبدالله باختراژانس ته وويل چې تروريستان زموږ زامن وژني خو زموږ پوځيان په سرښندنې سره هلې ځلې کوي چې دهغوى مخه ونيسي.
د قندهار د شاه ولي کوټ ځوانانو اومشرانو په دې غونډه کې وويل: له خپلو پوځيانو سره به د امنيت د تامينولو او له ډار اچونې سره د مبارزې په لاره کې مرسته وکړي.
هغوى په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د طالبانو له ډلې څخه يې وغوښتل چې د ورانکاريو له دوام څخه دې لاس واخلي او د سولې د تامينولو لپاره د خلکو غوښتنې ومني.
ختم_ ج _اکرم
6 1 دقیقه لوستل