– کابل، د چنګاښ ۱۴مه، باختر
مالیې وزارت وايي چې د ګمرکونو لوی ریاست په لومړي ځل، په خوست او ابو نصر فراهي ګمرکونو کې د صادراتي توکو د دقیق وزن معلومولو په موخه «انالوګ» تلې فعالې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ یاد وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یادو تلو په فعالېدو سره به سوداګرو، موټر چلونکو او د ګمرک کارکونکو ته د اسانتیا برابرولو ترڅنګ، د زیات وزن او د ملي عوایدو د تېښتې مخه به هم ونیول شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د ابو نصر فراهي ګمرک نوې فعاله شوې تله ۲۲ متره اوږوالی او ۱۰ لوډسیلونه لري، همدا رنګه د خوست ګمرک تله ۱۸متره اوږدوالی او ۸ لوډسیلونه لري چې هره تله د ۱۵۰ ټنه وزن د پورته کولو وړتیا لري.
خبرځای وایي چې پر یادو تلو شاوخوا ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې پیسې یې د مالیې وزارت له بودجې څخه تمویل شوې او کار یې د یوه افغاني شرکت له لوري د درېیو میاشتو په موده کي پای ته رسېدلی دی.
د یادونې وړ ده چې د نیمروز ګمرک کې او حیرتانو بندر کې به هم ډېر ژر د صادراتي توکو د وزن معلومولو لپاره ورته تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
وهاج