کابل، د چنګاښ١٥مه، باختر
د شبرغان ښاروالۍ د ١٤٠١ مالي کال په لومړۍ ربع کې څه د پاسه ١٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
د شبرغان ښاروال مولوي حبيب الله قانع باختراژانس ته وويل چې دغه ادارې د١٤٠١ مالي کال په لومړۍ ربع کې د خپل ثابت او غيرثابت دوو عايداتي سرچينو څخه څه د پاسه ١٠ ميليونه ٥٠ زره افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
د شبرغان ښاروال زياته کړه چې دغه عوايد په څلورو دروازو کې د مالونو د واردولو، د استوګنې د کورونو او تجارتي ودانيو د صفايي محصول، د ښاروالۍ دوکانونو کرايې، د دولتي ځمکو د کرايې او اجارې، د نقيله وسايطو د کرايې، د ښاروالۍ د منډوي ګانو او ميلمستونو د کرايي او اجاري او د لوحو او د اشتهاراتو د محصول له پلوه په تېرو دريو مياشتو کې ترلاسه شوې دي.
هغه زياته کړه د مالي کال د لومړۍ ربعې د برابر شوي پلان له مخې د دغې ادارې په عوايدو کې ٢٨ سلنه زياتوالى راغلى دى.
د شبرغان ښاروال د تېرو کلونو په نسبت د عوايدو زياتوالي علت د مالي او اداري فساد له منځه تلل بللي دي.
\ ج