سیاستخبرونهTOP

د شرعي قبالو د وېش او د جعل او تزویر د مخنیوي لپاره طرحه جوړېږي

کابل، د ثور ۲۸ مه، باختر
د الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سترې محکمې د دارالانشأ د رییس په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د اراضي ادارې، د مالیې وزارت د املاکو ریاست، عدلیې وزارت، کابل ښاروالۍ او له اړوندو متخصصينو سره یوځای د شرعي قبالو د وېش څرنګوالي او د جعل او تزویر د مخنیوي طرحه ترتیب کړي.
اداري کمېسيون مؤظف شوی، چې د اقتصاد وزارت او د احصایې او معلوماتو ادارې له استازو سره بهرنيو اتباعو ته د کار جواز د وېش د څرنګوالي او په بهرنيو هېوادونو کې د مېشتو افغان کارګرانو د ستونزو حل په موخه د کار آتشې رامنځته کولو او په هېواد کې د بې کارۍ کچې د راکمولو لپاره ترتیب شوې طرحې وڅېړي او پایلې یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
کابینې د حج د چارو د تنظیم او ښه والي په موخه د حج ملي کمیټې د ایجاد لپاره د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت طرحه تصویب کړه. دغه راز پرېکړه شوې، چې په دې اړه د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ارشاد، حج او اوقافو، ټرانسپورټ او هوایي چلند، عدلیې، مالیې، بهرنيو چارو، عامې روغتیا او کورنيو چارو وزارتونو، د استخبارتو لوی ریاست او د سوداګرۍ اتاق په غړیتوب سره کمیټه جوړه شي.
د کابینې په غونډه کې د نورو موضوعاتو په تړاو هم هر اړخیزه بحثونه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته