خبرونهروغتیا

د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون کې د ارتوپیدي سپټیک څانګه پرانېستل شوه

کابل، غبرګولي ۱۰مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د شهید سردار محمد داود خان په څلور سوه بستریز روغتون کې د یو نوي روغتیايي سرویس د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ یاد وزارت د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون کې د ارتوپیدي او د صدر بطن جراحي سیپټیک سرویس پرانیست.

دغه جراحي سرویس، چې په یو وخت کې د ۳۰ ناروغانو د بستر کولو ظرفیت لري، په مډرنو طبي وسایلو سمبال دی، چې د طبي علومو د اکاډمۍ قوماندان برید جنرال ډاکټر محمد اسماعیل «وردګ» او نورو همکارانو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیسته او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

هېره دې نه وي چې د ملي دفاع وزارت وايي، د شهید سردار محمد داوودخان په روغتون کې د لا ښو روغتیايي چوپړتیاوو په موخه به خپلې هڅې جاري وساتي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته